كوئټه 29 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان حكومت په بولان میډیكل كالج كښې د تعلیم ترلاسه كوونكو د فلسطین 17 زدكوونكو كفالت او د تعلیمی خرڅونو بورته كولو نوټیفكیشن جاري كړے دے۔د بلوچستان نګران وزیر اعلیٰ میر علی مردان خان ډومكی د فلسطين زدكوونكو تعلیمي او كفالت خرڅونه په سركاری كچه د ادا كولو اعلان كړے ؤ۔ میر علي مردان خان ډومكي د روغتيا محكمې د اړخه په رالېږلې سمری د فلسطین زدكوونكو تعلیمي او د كفالت خرڅونو ادا كولو منظوري وركړې ۔ د روغتيا محكمې نوټیفكیشن له مخې د بلوچستان حكومت به بولان میډیكل كالج كوئټه كښې د 17 فلسطینیانو زدكوونكو تعلیمی او د كفالت خرڅونه ادا كوي۔