د پاکستان او ایران ترمينځه معاشي ٬ تجارتي او تعليمي اړيكې مستحكمول د وخت مهمه غوښتنه ده٬ د بلوچستان ګورنر

کوئټه۔ 28 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي خان كاكړ وئيلي دي د پاکستان او ایران ترمينځه معاشي ٬ تجارتي او تعليمي اړيكې مستحكم كول د وخت مهمه غوښتنه ده٬ د دواړو هېوادونو د حكومتونو ترمينځه نزدې اړيكو سره سره د دواړو هېوادونو اولس هم يو بل سره د مينې او ملګرتيا په خپلولو تړلي شوي۔ ده ووئيل موجوده حكومت خپل ګاونډي هېواد ايران سره د توان او تجارت په څانګو كښی همكاري زياتولو ته خصوصي پام ګرځوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس كوئټه كښې پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل د پاك ايران پولې دواړو اړخونو ته د موجودې بې وزلۍ ٬ بې روزګارۍ او پسماندګۍ ختمولو په اړه مونږ خپل سوداګر او صنعتكار كله هم نظر انداز كولے نشوو٬ بارډر ټرېډ لا پراخه كولو او سوداګرې ورورلۍ لپاره آسانۍ او موقعې برابرولو سره مونږ په صوبه كښی د بې روزګارۍ ٬ وروستو پاتې كېدو ٬ او بې وزلۍ په مسئلو قابو موندلے شوو۔ ده ووئيل د پولې تجارت زياتولو او بارډر مارکیټونه مستحكم كولو سره د دواړو هېوادونو په معاشي او تجارتي فعاليتونو كښې زياته اضافه كېدې شي۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په ټولو چارو كښې د تړون برقرار ساتلو ٬ د تګ راتګ كولو او د خبرو عمل په روان ساتلو موافقت وكړے شو