سلهټ ۔27نومبر(اے پی پی) د بنګله دېش او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ د روانې مياشتې 28 مې نېټې څخه په انټرنېشنل كركټ سټېډيم٬ سلهټ كښې پېل كېږي۔ د نيوزي لېنډ كركټ لوبډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده۔ د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز كښې به د بنګله دېش لوبډلې مشري نجم الحسن شانټو او د نيوزي لېنډ لوبډلې مشري فاسټ باؤلر ټم ساؤتھي كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم او وروستې ټېسټ مېچ به د دسمبر 6 مې څخه تر 10 مې نېټې په شېر بنګله نېشنل سټیډیم ډھاکه كښې كولې شي۔