د امريكا صدر كوپ 28 كنفرنس كښې ګډون نه كوي

واشنګټن۔27نومبر(اے پی پی) د امريكا صدر جوبائيډن دبئی كښې د ملګرو ملتونو 30 نومبر څخه پېل كېدونكې د ماحولياتي بدلون په اړه سرمشريزه غونډه کوپ 28 كښې ګډون نه كوي۔د امريكائي ورځپاڼې نیویارک ټائمز لمخې د وائټ هاؤس يو عهدېدار تېره ورځ ووئيل چې صدر جوبائيډن د ملګرو ملتونو تر دوه اونۍ روانې پاتې كېدونكې کوپ 28 سرمشريزه غونډه كښې ګډون نه كوي۔ د ملګرو ملتونو د ماحولياتي بدلون حوالې سره دا غونډه به 20 نومبر څخه تر 12 دسمبر دبئی كښې كېږي۔