پېنډۍ 26 (اے پي پي) په پاکستان كښې د آسټرېليا هائي کمشنر نيل هاکنز تېره ورځ په پېنډۍ سټېډيم كښې د آسټريليا دورې لپاره د پاكستان كركټ لوبډلې د تربيتي كېمپ دوره وكړه۔ ده لوبغاړو او ټيم مېنجمنټ سره ملاقات وكړو۔ هائي کمشنر د لوبډلې ډائرېکټر محمد حفيظ، کپتان شان مسعود، بابر اعظم، شاهين شاه آفريدي، محمد رضوان، وسيم جونيئر، کوچز او نورو لوبغاړو سره هم ملاقات او خبرې اترې وکړې، نيل هاکنز په ګراونډ کښې پاکستاني لوبغاړو سره کرکټ هم وکړو۔ نوموړي د پاکستان د اسټراليا د دورې په اړه د لوبډلې له مېنجمنټ او چارواکو سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔