په خيبر پښتونخوا كښې زكام ٬ تبې وبائي شكل اختيار كړے ٬ 3 لكه 25 زره څخه زيات رنځوران رامخې ته شول

پېښور ۔ 26 نومبر (اے پی پی) د روغتيا پوهانو وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې زكام او تبې وبائي شكل اختيار كړے دے ٬ 3 لكه 25 زره 289 رنځوران رامخې ته شوي دي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د زكام ٬ تبې ٬ سينه او ساه كښې د تكليف كېسونو په زياتېدو د روغتيا پوهانو خبردارې وركړې دې۔ د دوئي له مخې د روان كال په مهال د انفلوئنزا، تبې او سينه او ساه كښې د تكليف محسوسېدو 3 لکه 25 زره 289 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ دا وائرس د هر عمر او هرې سيمې خلكو ته لګېدې شي۔ د روانې مياشتې په اولنو څو ورځو كښې دې وائرس څخه د ځپليو شويو 13زره 308 كېسونه رامخې ته شوي وو۔ د روغتيا پوهانو اندېښنه ښكاره كړې ده چې په صوبه كښې درجه حرارت كښې د كمي له امله دا وائرس د وبا شكل خپلولې شي۔ د صوبې ټولو روغتونونو ته د چمتو پاتې كېدو او بېړنيو دويانو ساتلو هدايت شوے دے۔ وګړو ته هم هدايت شوے چې هغوي دې زكام په سينه او ساه كښې د سخت تكليف شكل اختيار كولې شي ځكه زكام ځپلي دې زيات وخت په كور كښې تېروي او هر څو ساعته وروستو دې لاسونه صابون سره وينځي او رنځورانو څخه دې لرې وسي۔