کینبرا 24 نومبر (اے پي پي) د کرکټ آسټریلیا د سيورې لاندې د مینز بګ بیش لیګ (بی بی ایل) 13م ایدېشن به د 7 دسمبر څخه په آسټریلیا كښې پيل كېږي۔سی اے له مخې مینز بی بی ایل کامیابولو لپاره تیارۍ پيل شوي۔ بګ بیش لیګ كښې 8 ډلي د ټائټل ترلاسه كولو لپاره به ایکشن كښې دي۔ پرتھ سکارچرز ډله به د ليك د ټائټل دفاع کوي۔ بګ بیش لیګ د نارينه يو پیشه وره ټی ټونټي ډومیسټك کرکټ ټورنامنټ دے چې پكښې 8 ډلي د ټائټل ترلاسه كولو لپاره هلې ځلې كوي چې پكښې ایډیلیډ سټرائیکرز، برسبین هيټ ، هوبارټ ہریکینز، میلبورن رینیګیډز، میلبورن سټارز،دفاعی چیمپئن پرتھ سکارچر ز، سډنی سکسرز او سډنی تھنډر شاملې دي۔ ټورنامنټ كښې به د فائنل پشمول 44 میچونه كولې شي۔ټورنامنټ كښې به پرتھ سکارچرز ډله د خپل اعزاز دفاع کوي۔ټورنامنټ فائنل میچ به په 24 جنوری 2024 کېږي۔