پېنډۍ 23 نومبر (اے پي پي) پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د آسټراليا او نيوزي لېنډ دورې لپاره پېنډۍ سټيډيم كښې د قامي كركټ لوبډلې د تربيې په جاري كېمپ كښې درې نور بالران شامل كړې دي ۔ د پي سي بي له مخې ثمين ګل، علي شفيق او محمد علي د تربيې په كېمپ كښې شامل كړے شوې دي۔ د پي سي بي له مخې بابراعظم، سرفراز احمد او عثمان قادر ته د زيارت په ورځ پرېكټس نه پس د امام الحق په واده كښې د ګډون اجازه هم وركړې شوې ده ۔