چندي ګړھ 23 نومبر (اے پي پي) د هند په پنجاب ايالت كښې د ډزو په پېښه كښې يو پوليس اهلكار مړ او دوه ژوبل شوي دي ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د كپور تهله ضلعې په سلطان پور لودهي سيمه كښې دا پیښه ھغه مهال رامخې ته شوه كله چې پوليس اهلكار د سكهانو ګرفتارۍ لپاره سيمې ته ورسېدل۔ چارواكو ووئيل د ډزو په پېښه كښې يو عسكر مړه او دوه نور ژوبل شوي دي ۔ مړي او ژوبل شوي اهلكار نزدې روغتون ته منتقل كړے شوې دي۔ او سيمه محاصره كړې شوې ۔