نرېندر مودي د پاكټمار كردار لوبوي۔ راهول ګاندھي

جے پور 23 نومبر (اے پي پي) د انډين نېشنل کانګرېس سينئر لارښود راهول ګاندھي د بي جے پي په حكومت تنقيد كولو سره وئيلي دي نرېندر مودي د پاكټمار كردار لوبوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې راهول ګاندھي د راجستھان په دھولپور او بھرت سيمو كښې په انتخابي جلسو كښې د خطاب په مهال په وزيراعظم مودي، داخله وزير اميت شاه او صنعت کار ګوتم اډاني تنقيد كښې د پاكټمار مثال وركولو سره ووئيل پاكټمار كله هم تنها نه راځي بلكې د ټولګي سره راځي ٬ يو كس د چا پام ګډوډ كړي بل جېب پرې كوي او درېم كس دړكه وركوي۔ ده ووئيل وړاندې به چې كومه پېسه د هېواد د پولو په محافظانو مصرف كېده ھغه اوس ګوتم اډاني له وركړې كېږي۔ ده ووئيل د مودي حکومت ګراني راوستې چې ورسره د عامو وګړو ملا ماته شوې ده۔ د يادونې وړ ده په راجستهان رياست كښې په 25م نومبر د اسمبلۍ انتخابات كېدونكې دي۔