
بیجنګ۔23نومبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي جانګ جون وئيلي دي زمونږ هېواد به په غزه كښې امن راوستو لپاره كوټلې هڅې كوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د متحده عرب امارات او مالټا په خواست د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د چين په مشرۍ كښی د غزه په صورتحال يوه غونډه كښې مندوب جانګ جون ووئيل زمونږ هېواد په غزه كښې امن په راوستو له كوټلې هڅې كوي۔ نړيوالې ورورولۍ له به جنګ بندۍ ته وده وركولو له خپلې هڅې لا ګړندۍ كول وي۔ ده ووئيل چين د عامو وګړو د بشپړه تحفظ غوښتنه ٬ او په غزه كښې د نړيوالو بشري قوانينو د خلاف ورزۍ سخته غندنه او د دوه رياستي حل سياسي امكانات بحالۍ له د روانو هڅو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د فلسطين د سباؤن او تقدير په اړه دې كوم هم انتظام د فلسطینی اولس د خوښې او د منطقې د هېوادونو جائزې اندېښنې تر مخه وكړے شي