ملګري ملتونه ۔23 نومبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو د اسرائيل او حماس ترمينځه د يرغمال كړے شوو كسانو خوشي كول او د جنګ بندۍ لوظنامه خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي په دې لړ كښې به لا اقدامات كول وي۔ د نړيوالې ادارې عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش خپل بيان كښې وئيلي دي د اسرائیل او حماس ترمينځه شوې لوظنامه خوشبينه ګڼم ٬ ملګري ملتونه به د دې په عملي كولو كښې مرسته كوي۔ ده ووئيل دا په سم لوري يو مهم ګام دے خو اوس هم ډېر څه كولو ته اړتيا ده۔ د ده وېنا وه چې ملګري ملتونه به په غزه كښې د بشري خواخوږۍ په وضعه مثبت اغېز له خپل ټول صلاحيتونه كاروي كومه چې 6 اوونيو څخه پرله پسې د اسرائيلي بريدونو له امله تباهۍ سره مخ ده او 2.3 ملین ځايي آبادی ډېره زياته ځپلې شوې ده