تل ابیب ۔23نومبر(اے پی پی) په غزه اسرائيلي بريدونه روان دي او د اسرائيل او حماس ترمينځه د عارضي جنګ بندۍ او بنديانو تبادلې په لوظنامه عملدرآمد كښې تر جمعې ورځې تاخير شوے دے۔ د انډیپنډنټ اردو رپورټ له مخې اسرائيلي چارواكو د زيارت په ورځ ووئيل د څلور ورځنۍ جنګ بندۍ او د بنديانو د تبادلې لوظنامه به د جمعې ورځې نه پېل كولې نه شي۔ د رپورټ له مخې د عارضی جنګ بندۍ لوظنامې باوجود په غزه كښې په روان جنګ كښې كومه دمه نه ده رامخې ته شوې۔ د اسرائیل د قامي سلامتيا سلاحكار زاکی حنیګبی وئيلي دي د حماس لخوا د 50 بنديانو د خوشې كولو لوظنامه په خپل ځائے موجود ده۔ اسرائيلي ميډيا د نامعلومه عهدېدارو تر مخه وئيلي دي د حماس لخوا په ممكنه توګه د خوشې كېدونكو بنديانو د نومونو فهرست تر دې دمه نه دې ترلاسه شوے۔ په دې مهال اسرائيلي خارجه وزير ايلي كوهن آرمي رېډيو سره خپلو خبرو كښې ووئيل هيله لرؤ چې په غېر ملكي ثالثۍ كښې د رامخې ته كېدونكې لوظنامې لاندې به حماس د زيارت په ورځ غزه څخه د اسرائيلي بنديانو د خوشې كولو عمل پېل كړي