
نوې ډيلې ۔21نومبر (اے پی پی) د هند او آستريليا كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 ټي ټونټي مېچونو د سيريز اولنے مېچ په 23 نومبر ډاکټر وائے اېس راج شیکھرا ریډی اے سی اے۔وی ډی سی اے کرکټ سټېډیم، وشاکاپټنم كښې كېږي۔ د سیریز 5 واړه مېچونه به نائټ وي۔ د 13 م آئي سي سي مېنز کرکټ ورلډ کپ كوم كښې چې آسټرېليا هند ته ماتې وركولو سره په خپل نوم كړو څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز شوے ؤ كوم چې هند په 1-2 ګټلے ؤ ۔ د آسټرېليا لوبډله دا مهال د هند په دوره ده۔ د 5 ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې به د هندي لوبډلې مشري سوریه کمار یادیو او د آسټرېلوی لوبډلې مشري به نوموړے وكټ كيپر او بېټر مېتھیو ویډ كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم مېچ به په 26 نومبر ٬ درېم په 28 نومبر ٬ څلورم په 1 دسمبر او پنځم او ورستے ټي ټونټي مېچ به په 3 دسمبر كولے شي