نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د سعودي سفير وليدل

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالکي د ګل په ورځ ليدلي دي ۔ دوزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د غزہ په صورتحال خبرو له د او آئي سي مشرانو د غېر معمولي غونډې په كوربتوب كولو د سعودي د قيادت ستائنه وكړه٬ ده د عرب او د اسلامي هېوادونو ترمېنځه تاريخي اتفاق راپېدا كولو لپاره د ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د كردار ستائنه وكړه۔ ده په غزہ كښې د تشدد خاتمې او په بې ګناه فلسطينيانو د اسرائيل لخوا د ظلمونو لاره نيولو لپاره په سفارتي هلو ځلو كښې د پاكستان د بشپړه ملاتړ پخلے وكړو۔