کولکته 16 نومبر (اے پي پي) د آئي سي سي ورلډ كپ په دوېم سيمي فائنل كښې اسټراليا سوئيلي افريقې ته په دوو وكټو ماتې وركولو سره فائنل لپاره كواليفائي كړهې ده ۔ د زيارت په ورځ په اېډن ګارډنز كلكته كښې د آئي سي سي ورلډ كپ په دوېم سيمي فائنل كښې د افريقې كپتان ټاس ګټلو سره وړومبے د بېټنګ كولو پرېكړه وكړه او په مقرره اوورز كښې ئې 212 رنز جوړ كړل۔ د سوئيلي افريقې لخوا هینرك کلاسین 95 او ډیوډ ملر 101 رنز جوړ كړي۔ د اسټراليا لخوا مچل سټارك او پیټ کمنز درې درې او جوش هیزل ووډ او ټریوس هیډ دوه دوه لوبغاړي آٶټ كړي۔ د 212 په ځواب كښې د اسټراليا لوبډلې محتاط لوبه كولو سره په 48م اووز كښې د 7 لوبغاړو په زيان مېچ كښې بريا ترلاسه كړه۔ د يادونې وړ ده دې بريا سره اسټراليا په اتم ځل ورلډ كپ فائنل لپاره كواليفائي كړې ده۔ د آئي سي سي ورلډ كپ 2023 فائنل كښې به هند او اسټراليا ترمېنځه د نومبر په 19مه نيټه زوروره مقابله كېږي۔