ممبئۍ 15 نومبر (اے پي پي) د آئي سي سي کرکټ ورلډ کپ په وړومبي سيمي فائنل كښې هند نيوزي لېنډ ته بريا لپاره د 398 رنزونو غر اودرولے٬ د وېرات كوهلي په ون ډے كښې 50 مه سنچري جوړولو سره د سچن ټنډولكر ورلډ رېكارډ مات كړو، شرياس اير هم سنچري سكور كړه۔ د شورو په ورځ د ممبئۍ په وانکھيډے لوبغالي كښې د آئي سي سي کرکټ ورلډ کپ په وړومبي سيمي فائنل كښې د هند كپتان روهت شرما ټاس ګټلو سره د وړومبي بټنګ كولو پرېكړه وكړه او په 50 اووز كښې ئې د 4 لوبغاړو په زيان 397 رنز جوړ كړل، چې پكښې ويرات کوهلي او شرياس ايئر جارحانه بېټنګ كولو سره په درېم وكټ 237 رنز جوړ كړل او مجموعي سكور ئې 327 ته ورسولو۔ په سيمي فائنل كښې وېرات كوهلي د خپل ون ډے كيئرير 50مه سنچري كولو سره د سچن ټنډولكر رېكارډ مات كړو، كوهلي 117 رنز كولو نه پس آٶټ شو او شرياس اير هم 105 رنز جوړولو نه پس آٶټ شو۔ د نيوزي لېنډ لخوا ټم ساٶتهي درې او ټرېنټ بولټ يو وكټ ترلاسه كړو۔ دغسې هند نيوزي لېنډ ته په سيمي فائنل كښې بريا لپاره د 398 رنز هدف وركړو۔