ممبئۍ ۔15نومبر(اے پی پی) د هند نوموړے كركټر ویرات کوهلی په ون ډے انټرنېشنل کرکټ كښې 50 وارې سنچري سكور كونكے د نړۍ اولنے لوبغاړے ګرځېدلے دے۔ ده په ون ډے كركټ كښې تر ټولو د زياتو سنچرو كولو د سچن ټنډولكر ريكارډ مات كړو۔ ویرات کوهلی د شورؤ په ورځ د ممبۍ په وانکھیډے سټېډیم كښې د ورلډ كپ په اولني سيمي فائنل كښې د نيوزي لېنډ په ضد سنچري سكور كولو سره د پخواني هندي كپتان ټنډولكر ريكارډ مات كړو۔ ټنډولکر د ون ډے خپل كېريئر كښې 49 وارې سنچري سكور كړے ؤ ۔ ويرات كوهلي دا سنګ ميل په خپل 291 م مېچ كښې ترسره كړو۔ ویرات كوهلي د ورلډ كپ په يو اېډيشن كښی تر ټولو د زيات 8 ففټي پلس سكور كولو ريكارډ هم په خپل نوم كړے دے۔ دې څخه وړاندې سچن ټنډولکر 2003ء او د بنګله دېش شكېب الحسن د كال 2019ء ورلډ کپ كښې 7 نصف سنچرۍ يا دې څخه زيات سكور كړے ؤ