
اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د جنګونو او شخړو په نتيجه كښې د بې ګناه وګړو د قتل عام مخه نيولو او انسانيت په نړۍ كښې د طاقتورو د تشدد نه ساتلو لپاره د يوې نقطې خپلولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي نړيواله وورولي دې په غزه كښې د خونړي جنګ لاره نيولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسيټيوټ (آئي پي آر آئي) تر سېوري لاندې كلن مارګله ډائيلاګ 2023 ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دستوره كښې غېر ملكي سفيرانو او د پوهانو پشمول د بېلا بېلو هېوادونو تعلق لرونكو شخصيات ګډون كولو۔ صدر مملکت ووئيل د عقل طاقت له په دې متشدد قواؤ فوقيت ترلاسه كول پكار دي څوك چې انسانيت او د انصاف روح ختموي۔ صدر مملکت ووئيل په نړۍ كښې مفادات په انسانيت غالب دي چې په سبب ئې اولس غېر انساني سلوك سره مخ كول معمول ګرځېدلے٬ جنګ د يو شخړې حل نه دے۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د جنګ خاتمې په ضد د ويټو حق كارول د اړوندو هېوادونو اخلاقي معيار له يو سواليه نشان ګرځي۔ صدر مملکت ووئيل په غزه كښې د اسرائيل لخوا په لويه كچه د فلسطينيانو قتل عام پلو د نړيوالې ورورولۍ پام ته اړتيا ده٬ بايد نړيواله وورولي په غزه كښې د خونړي جنګ لاره نيولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل په ماضي كښې په اروپا كښې د جنګ او وژنو نه پس په نړۍ كښې د امن لوظنامې شوي او د دې نه پس ليك اف دي نېشنز او د ملګرو ملتونو غوندې ادارې جوړې شوي ۔ صدر مملکت ووئيل شخړو سره سره په نړۍ كښې د ماحولياتي بدلون ، مصنوعي ذهانت، منفي سماجي بيانيه، د دولت غېر منصفانه وېش او غېر مطمئن انسان سره تړلې نورې بلها خطرې رامخې ته دي ۔ ده ووئيل د دې چيلنجز په صداقت سره لر ېكولو لپاره نړيوالې مرستې ته اړتيا ده كومې لپاره چې د عمل وړ نظامونو خپلولو او د اخلاقيات نقطه نظر ته اړتيا لري۔ د اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسيټيوټ (آئي پي آر آئي) صدر ډاکټر رضا محمد هم په دې موقع وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي او د دستورې ګډون كوٶنكو د اسرائيل د وحشيانه کارروائيو په نخښه شوو فلسطينيانو لپاره د يوې دقيقې خاموشي اختيار كړه