
اسلام آباد 14نومبر(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د اړيكو لا ښه والي په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي د ويزه آسانولو تګلارې او ښه بينكنګ چينلز سره به تجارت لا وده ترلاسه شي٬ده هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو سوداګرې ورورولۍ په لږه موده كښې د يو ارب ډالرو شريك تجارتي هدف په آسانۍ سره سر كړي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د ازبكستان نائب وزيراعظم ډاكټر جمشيد خد جايو عبدو خاكو مووچ د خپل اووه كسيز پلاوي سره ملاقات كړے ۔وزيراعظم د نائب وزيراعظم او د هغه د پلاوي په پاكستان كښې هركلے وكړو او د 8 نه تر 9 نومبر 2023 د ازبكستان په تاشقند ښار كښې د 16 مې اي سي او مشرانو غونډې په موقع ئې د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف سره د خپل اوسني ملاقات ذكر كولو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت٬ دفاع او رابطو په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو په رفتار د اطمينان څرګندونه كړې۔ده په اسلام آباد كښې د پاكستان٬ازبكستان او افغانستان تجارت وزيرانو وړومبنې درې اړخيزه غونډه هم وستائېله۔درې واړو ډلو د كسټم٬لاجستګس٬تجارت ودې٬ټيرف٬ټي آئي آر په طريقه كار د خبرو اترو لپاره درې اړخيزه وركنګ ګروپ هم جوړ كړو۔درې اړخيزه غونډې په نتيجو د اطمينان څرګندونې كولو سره وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې درې اړخيزه طريقه كار د درېو واړو هېوادونو ترمينحه تجارتي اړيكو ته به وده وركړي۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه تبادلو او اړيكې لا ښه كولو په ضرورت هم زور راوړو۔ده ووئيل د ويزه آسانولو تګلارې او ښه بينكنګ چينلز به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت ته لا وده وركړي۔ده هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو سوداګره ورورولۍ به په لږه موده كښې د يو ارب ډالرو شريك تجارتي هدف په آسانۍ سره سر كړي۔ دغسې د ازبكستان نائب وزيراعظم او د هغه پلاوي په تود هركلي كولو د وزيراعظم انوار الحق كاكړ مننه وكړه۔ده وزيراعظم ته د بينكنګ او لاجسټكس څانګو پشمول د پاكستان سوداګرې ورورورولۍ سره د ګټورو ملاقاتونو په اړه هم ووئيل۔ده هيله څرګنده كړه چې دواړه ډلې به ازبكستان-افغانستان-پاكستان رېلوے پراجېكټ په وخت بشپړېدو لپاره ګټورې خبرې روانې وساتي۔د ازبكستان پلاوي كښې د ټرانسپورټ وزير الخم مخکاموف رستمووچ، د سرمايه كارۍ نائب وزیر ،د صنعت و تجارت وزير بدری الدین عابدوف، نائب خارجه وزير ، بابور عثمانوف، د سټېټ سيكورټي سروس دوهم چيئرمېن ميجر جنرل فرخ مختارئوف او په پاکستان كښې د ازبکستان سفیر میجر جنرل فرخ مختاروف اویبیک عارف عثمانوف شامل وو۔په ملاقات كښې د تجارت وزير ګوهر اعجاز نه علاوه د تجارت سېكرټري٬د بورډ آف انويسټمنټ او نور اعلٰی چارواكي هم شامل وو۔