ممبۍ۔14 نومبر (اے پي پي) په هند كښې روان 13 ائي سي سي ورلډ كپ كركټ ټورنمنټ كښې د سيمې فائنل مرحله د (سبا) شورو ورځې نه شروع كېږي چې پكښې به وړومبے سيمې فائنل د كوربه لوب ډلې هند او د نيوزي لينډ ډلو تر مينځه كېږي۔ د كوربه لوبډلې هند پشمول سوئېلې افريقه ٬ اسټريليا او د نيوزي لينډ كركټ ډلې د سيمې فائنل مرحلې ته رسېدلې دي ۔ د ميګا ايونټ په وړومبي سيمې فائنل كښې به سبا د شورو په ورځ د هند او نيوزي لينډ تر مينځه په ممبۍ وانكهنډے مېدان كښې كېږي۔مېچ به يوه نيمه بجه شروع كېږي۔د هند لوبډله به د كپتان روهيت شرما او د نيوزي لېنډ ډله به د باز كېن ولېمسن په مشرۍ كښې لوبېږي