د بنګله دېش او پاكستان مېرمنو كركټ ډلو تر مينځه د دريو يو ورځنو مېچونو په سېرېز كښې وړومبے مېچ په 4 نومبر كېږي

ډهاكه ۔1 نومبر (اے پي پي) د بنګله دېش او پاكستان مېرمنو كركټ ډلو تر مينځه د دريو يو ورځنو مېچونو په سېرېز كښې وړومبے مېچ په 4 نومبر كېږي ۔ د پاكستان د مېرمنو لوب ډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده۔ مېلمنې ډلې د كوربه كركټ ډلې په ضد درې ټي ټوئنټې مېچونه هم لوبولي دي چې پكښې دوي د كوربه لوب ډلې د لاسه د1 ۔ 2 په حساب سره ماتې سره مخ شوي ۔د دې نه پس به مېلمنه لوب ډله د بنګله دېش لوب ډلې په ضد د دريو يو ورځنو مېچونو سېرېز هم به لوبوي۔ دا درې يو ورځني مېچونه به د ائي سي سي چېمپين شپ برخه وي