آئي سي سي كركټ كپ٬ پاكستان به خپل اووم ميچ د بنګله ديش په ضد (سبا) كوي

كولكته 30 اكتوبر (ے پي پي) د انټر نېشنل كركټ كونسل ( ائي سي سي ) تر سېوري لاندې مينز ورلډ كپ ټورنامنټ كښې به د نهې په ورځ يو مېچ كېږي٬ چې پكښې به د پاكستان او بنګله دېش كركټ ډلې يو بل ته مخامخ كېږي۔ دا مېچ به د مېګا ايونټ 31 م مېچ وي۔ د پاكستان كركټ ډله به خپل اووم مېچ د بنګله دېش په ضد كوي ۔ د بنګله دېش ډله به د ال راونډر شكيب الحسن او د پاكستان كركټ ډله به د بابر اعظم په مشرۍ كښې لوبه كوي۔ دواړو ډلو تر اوسه په دې نړيوال جام كښې شپږ شپږ مېچونه كړي دي چې پكښې پاكستان 2 او بنګله دېش يو مېچ ګټلے دے