کولکته۔29اکتوبر(اے پی پی) په آئي سي سي كركټ ورلډ كپ كښې به پاكستان خپل اووم مېچ د اكتوبر په 31 مه نېټه د بنګلادېش په ضد كوي٬ پرله پسې څلور مېچونو كښې ماتې خوړولو څخه وروستو قومي كركټ لوبډلې له دا مېچ ګتل زيات ضروري دي۔ پاكستان په شپږ مېچونو كښې دوه ګټلي او په څلورو كښې يۍ ماتې خوړلې ده۔ پاكستانۍ لوبډله به د نوموړي بېټر بابر اعظم او د بنګله دېش لوبډله به د شكيب الحسن په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ دا خبره دې ياده وي چې پاكستان به خپله اتم مېچ په 4 نومبر د نيوزلېنډ او نهم او ورستې مېچ په 11 نومبر د انګلېنډ په ضد كوي۔