آئي سي سي ورلډ كپ٬ افغانستان پاكستان له په اته وكټونو سره اپ سېټ ماتې وركړو٬ ابراهيم زادران مېن آف دي مېچ

چنائي 23 اکتوبر (اے پي پي) آئي سي سي ورلډ كپ٬ افغانستان پاكستان له په اته وكټونو سره اپ سېټ ماتې وركولو سره تاريخ رقم كړو٬ دا د افغانستان د پاكستان په ضد د ون ډے په تاريخ كښې وړومبۍ ګټه وه٬۔ تفصيلاتو له مخې افغان لوبدلې د پاكستان د 283 رنګ هدف په 49 اوورز كښې ترلاسه كولو سره تاريخ رقم كړو٬ چې پكښې د افغانستان درې لوبغاړو 50 ٬ 50 رنزونه كړي او كپتان حشمت الله شاهدي 48 رنز سره ناټ آٶټ پاتې شوې٬ ابراهيم زادران مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ د يادونې وړ ده چې د ګرين شرټس دا په آئي سي سي ورلډ كپ كښې درېم ماتې دے او دې مېچ سره ئې سيمي فائنل ته د رسېدو امكانات هم معدوم شوي۔ د ګل په ورځ په چنائي هند كښې د ورلډ كپ په 22م مېچ كښې پاكستان وړومبې بېټنګ كولو سره په مقرر اوورز كښې د 7 وكټس په زيان 282 رنز جوړ كړل چې په ځواب كښې ئې افغان لوبدلې د پاكستان د 283 رنګ هدف په 49 اوورز كښې ترلاسه كولو سره تاريخ رقم كړو او دې سره افغانستان د ورلډ كپ پوائنټس ټېبل كښې شپږم نمبر ته ورسېدو