
اسلام آباد/واشنګټن 05 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير خواجه آصف وئېلي دي پاکستان او امريكا په ګډه سيمه كښې د پوخ ا من او د استحكام مقاصد ترلاسه كولې شي۔ پاکستان امریکا خپل پخوانې ملګرے ګڼي۔ هند سره حقيقي خبرې اترې غواړو۔ افغانستان كښې د امن او استحكام ترلاسه كول سيمه كښې د اوږدې امن لپاره ضروري دے۔ امريكا بايد د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ ومني۔ پاكستان د نړۍ يوازنې هېواد دے كوم چې د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټي۔ امريكې وېتنام جنګ كښې ماتې خوړلې او كه امريكې پالېسۍ كښې بدلون ونه كړو نو افغان جنګ كښې به هم ماتې سره مخ شي ٬پھ دغه لسيزه كښې د سويت يونين پھ ضد جهاد لپاره مدرسې جوړی كړی شوې۔حافظ سعيد يو لائبليټي دے او هم دغسې به وي په هغه قابو موندلو له مونږ ته وخت پكار دے۔٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امريكا او د اتحاديانو نه زياتې قربانۍ وركړې ۔ د زيارت په ورځ واشنګټن كښی یو اېس انسټی ټیوټ آف پیس كښې د خطاب په مهال ده ووئيل پاكستان امريكا خپل پخوانې ملګرې هېواد ګڼي ولې بيا هم دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو ته اړتيا ده۔ پاكستان د نړۍ يوازنې هېواد دے كوم چې د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټي۔ امريكا وېتنام جنګ كښې ماتې سره مخ شوې او كه د امريكې په پالېسۍ كښې بدلون رانغلې نو افغان جنګ كښې به هم ماتې وخوري۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امريكا او د د اتحاديانو څخه زياتې قربانۍ وركړی او د هېواد معيشت ته د اربونو ډالرو زيان رسېدلې۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ پھ ضد كامياب جنګ سره په ترهه ګرو بريدونو او مرګ ژوبله كښې كمې راغلې او د پاكستان معيشت په تندۍ سره د پرمختګ په لوري روان دے٬غېر ملكي سرمايه كار هم پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كښې خوښې لري۔ده ووئيل پاكستان او امريكا پھ ګډه پھ سيمه ايز امن او استحكام كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔افغانستان كښې امن٬د منطقې امن او استحكام له ضرورې دے۔دافغنستان بارډر منيجمنت٬فنسنګ٬د نشه اي توكو قاچاق او د ترهه ګرو مخ نيوي چېلنجونه لري۔افغانستان كښې د داعش پشمول د نورو ترهه ګرو تنظيمونو پټ ځايونه شته۔خواجه آصف ووئيل په افغانستان كښې د امريكا او اتحاديانو موجودګۍ باوجود د نشه اي توكو پیداوار او په ترهه ګرو بريدونو كښې زياتوالې شوې۔امريكې د اربونه ډالرو په مصرف كولو خپل مقاصد ترلاسه نه كړل۔افغان پوليس د طالبانو په لاس وسله خرڅولو كښې ككړ دي۔د كشمير پھ اړه خارجه وزير وئيل پھ مقبوضه كشمير كښې كشميري اولس د څو لسيزو څخه د رياستي ترهه ګرۍ سره مخ دے۔د هندي ځواكونو د ظلمونو او د جبري وروكولو ٬ وژلو او د پېلټ ګنز د لارې د سلګونو په شمېر ځوانان د بصارت څخه د محرومولو لړۍ نن هم روانه ده۔ده ووئيل د كشمير مسئله د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي شخړه ده۔هند سره ګټورې خبرې غواړو۔د پاك روس اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل روس او چين د سيمې مهم هېوادونه دي او روس سره زمونږ اړيكې ښې دي۔روس د افغانستان مسئلې په حل كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل په پاكستان كښې جمهوريت ته هېڅ خطر نشته ٬ زمونږ پارلمان متحرك او مېډيا فعاله ده۔)