ملګري ملتونه 18اکتوبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د غزه په روغتونونو د اسرائيل لخوا په بريدونو اندېښنه څرګنده كړې ده ۔ ده په سوشل مېډيا جاري پوسټ كښې وئېلي دي د دې بريد څخه يرېږو او زمونږ ټولې همدردۍ د ځپليو كورنيو سره دي۔ده ووئيل د نړيوال بشري قانون له مخې روغتونونو او طبي عملې ته تحفظ ترلاسه دے او په هغوي بريدونه د نړيوال بشري قانون خلاف ورزي ده۔