پي ډي اېم د هېواد پرمختګ او بدلون نه شي زغملې، د انسانانو ژوند سره لوبې كوونكي د اولس خېر خواه نه دي، حكومت به د غونډو په سبب نه ځي. شاه محمود قريشي

ملتان 05 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان تحريك انصاف وروست او كرپټ نظام ختم كړے، پي ډي اېم د هېواد پرمختګ او بدلون نه شي زغملې، په پي ډي اېم كښې شامل سياسدانان په اصل كښې د هېواد د پرمختګ دښمنان دي، د انسانانو ژوند سره لوبې كوونكي د اولس خېر خواه نه دي، حكومت به د غونډو په سبب نه ځي، حكومت به خپله موده پوره كوي، راتلونكې وخت هم د تحريك انصاف دے. ده دا خبرې په ملتان كښې د ده په درنښت كښې جوړې شوې يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې بايد پيپلز ګوند او ن ليګ د خپل مقبوليت اندازه د ګلګت بلتستان د ټاكنو نه ولګوي، د هغه ځائ اولس د پي پي او ن ليګ غونډو كولو سره هم دواړه ګوندونه رد كړي دي. ده ووئيل چې په پي ډي اېم كښې شامل ګوندونه په هېواد كښې ګډوډي غواړي او د غېر ملكي طاقتونو په اشارو چلېږي، دوي د هېواد او اولس كومه پروا نه لري. ده ووئيل چې د اسلامو فوبيا رجحانات اسلامي امت لپاره د فكر لمحه ده او دې لپاره به اسلامي امت ته يو موټې كېدو سره بيانيه خپلول وي.