په برازيل كښې د پل څخه د بس لوېدو په پېښه كښې 14 كسان مړه او 26 ژوبل شوي

برازيليا 05 دسمبر(اے پي پي) په برازيل كښې د پل څخه د بس لوېدو په پېښه كښې 14 كسان مړه او 26 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې دا پېښه د برازيل په سوئيلي ختيځ مائنس ګېرېز ايالت كٍښې په جواو مونلوډېډ سيمه كښې د شپې په وخت هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د 15 ميټره لوړ پل څخه د مسافرو بس ولوېدو. د خبر له مخې په پېښه كښې 14 كسان مړه او 26 ژوبل شوي دي. د پوليسو له مخې پېښه د تند رفتار په سبب رامېنځ ته شوې. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي او د پېښې پلټنې روانې دي.