د لاهور په غونډه كښې به خنډ نه جوړوو خو د آرګنائزر په ضد به قانوني كارروائي كولې شي ځكه چې په كورونا كښې دوي د خلقو ژوند په خطر كښې اچوي، څوك چې هم د لاهور په غونډه كښې ساٶنډ سسټم ولګوي او چوكې ولګوي، په هغو ټولو به اېف آئي آر درج كولې شي، كه اپوزيشن ګڼي چې د غونډو په وجه به په مونږ كوم فشار راشي نو دا لويه غلط فهمي ده، دوي چې كومه مرضي لري هغه دې وكړي خو اېن آر او به ترلاسه نه كړي، د اپوزيشن اتحاد يونين آف كروكس دے. د وزيراعظم عمران خان نجي ټي وي چېنل سره مركه

اسلام آباد 05 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د اپوزيشن د لاهور په غونډه كښې به خنډ نه جوړوو، بې شك دوي دې غونډې وكړي خو په كورونا كښې دوي د خلقو ژوند په خطر كښې اچوي، كه اپوزيشن ګڼي چې د غونډو په وجه به په مونږ كوم فشار راشي نو دا لويه غلط فهمي ده، دوي چې كومه مرضي لري هغه د وكړي خو اېن آر او به ترلاسه نه كړي، د اپوزيشن اتحاد يونين آف كروكس دے، څوك چې هم د لاهور په غونډه كښې ساٶنډ سسټم ولګوي او چوكې ولګوي، په هغو ټولو به اېف آئي آر درج كولې شي. د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل هم نيوز نېټ ورك سره په مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې كه ما ته چوكې پرېښودل وي نو پرېږدم ئې خو هېواد سره به غداري ونه كړم. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې اپوزيشن دې بې شكه غونډه وكړي، خو په كورونا كښې دوي د خلقو ژوند په خطر كښې اچوي، د غونډې كوونكي آرګنائزر دي، دوي چوكې وركړې دي، ټرانسپورټ ئې وركړے، په هغو ټولو به اېف آئي درج درج كېږي. وزيراعظم ووئيل چې دوي په لاهور كښې غونډه كوي، په لاهور كښې په تندې سره د كورونا كېسونه مخ په زياتېدو دي، يوه ورځ وړاندې زمونږ 78 كسان په كورونا كښې په حق رسېدلي دي، پروژن 54 كسان په حق رسېدلي. په هېواد كښې كېسونه مخ په زياتېدو دي، مونږ پرېكړه كړې چې اجازه به نه وركوو چې هر څوك د لاهور په غونډه كښې ساٶنډ سسټم ولګوي او چوكې ولګوي، د هغو ټولو په ضد به اېف آئي آر درج كولې شي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې مونږ به ئې د غونډې لار نه نيسو، مونږ به كوم خنډ نه پېدا كوو چې دغسې دوي ډرامې جوړې نه كړي، څوك ځان انقلابي جوړ نه كړي، ځان ته چې ګووېرا ونه وائي، دا ټول غلا بچ كولو لپاره غونډې كوي، څوك چې هم د قانون خلاف ورزي وكړي، د هغو په ضد به مقدمې درج كولې شي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې مونږ دوه نيمې اونۍ وړاندې خپلې ټولې غونډې منسوخ كړې دي، زمونږ ګوند او حكومت ته د غونډې كولو اجازه نشته، يوازې د 300 خلقو اجازه ده، خو مخكښې به دا هم ګورو كه صورتحال خراب شو، نو دا به هم بند كړو. ده ووئيل چې مونږ د رېستورانونو بندولو وئيلي دي، بهر كېښناستلې شي، د واده دستورې بند كړې شوې دي، اولس خلقو ته تكليف دے، هغوي مونږ ته وائي چې دا غونډې كوي او زمونږ روزګار بندېږي، په اېس او پيز پوره ټينګار كوو، علماكرامو ته هم وئيل شوي دي، سكونه بند كړے شوي دي، د كورونا كېسونه په تندې سره مخ په زياتېدو دي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د دېرشو كلونو نه دا دوه ګوندونه په اقتدار كښې پاتې شوي دي، اول دوي يوولس كاله يو بل ته كرپټ ووئيل، دوه ځله په كرپشن فارغ شول، بيا جنرل مشرف دوي ته اېن آر او وركړه، نواز شريف ئې سعودي ته ولېږلو، د حدېبيه پېپر كېس ډېر واضح و، هغه بند كړے شو. ده ووئيل چې په زردي شپېته مليونه ډالر وو، يو ارب روپې ئې په سوئټزرلېنډ كښې خرڅ كړې وې، هغه ټول كېسونه بند شول او د دې نتيجه څه شوه چې په كال 2008م كښې د پاكستان د تاريخ قرض 6 زره اربه روپې وو كوم چې په كال 2018م كښې دېرس زره اربه روپو ته ورسېدو. په دې څلورو كلونو كښې څلور چنده زيات قرض په هېواد راغلو او دا دواړه ګوندونه په اقتدار كښې وو. اوس دوي غواړي چې د مشرف پشان اېن آر او وركړم، د دې نه زياته غداري به هېواد سره كومه وي، مشرف خپله چوكې بچ كولو لپاره دوي ته اېن آر او وركړې وه. وزيراعظم ووئيل چې په كومه ورځ چې زمونږ پارلمان شروع شو، اپوزيشن مونږ خبرو ته نه پرېږدي، ولې مو نه پرېږدي، د دوي كومه دلچسپي نشته چې د هېواد كومې معاملې دي، يوازې يوه معامله ده چې عمران خان دې اېن آر او وركړي، چې دوي كومه غلا كړې، هغه دې بچ كړې شي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د هېواد به څومره ګټه كېده كه چرته د پارلمان غړو تياري كوله او پارلمان ته راتلل، د رائې اتفاق ئې پېدا كړې و، په كووېډ 19 بحث شوے و، په خارجه پالېسې خبره وشي، بحث سره د فكر لړې مخ په وړاندې ځي، زمونږ د حكومت ګټه كېدے شي. ده ووئيل چې د پوښتنو دمې په مهال به تر يو ساعت د پوښتنې ځواب وركړم، چې څه ئې خوښه وي، پوښتنې دې وكړي، داسې ولې نه شي كېدے، خو دوي وائي چې اول زمونږ د كرپشن كېسونه معاف كړئ، بيا به مخكښې خبرې كېږي، داسې پارلمان څنګه چلېدې شي. وزيراعظم ووئيل چې تر څو يوه ټولنه په غلو او عام خلقو كښې فرق ونه كړي، كوم چې قرآن مجيد وائي، تاسو هغه برابروئ، هره ورځ يو تن په ټاك شو كښې ناست وي. وزيراعظم ووئيل چې كله د ټولې بدې چارې د ښه په ډول وړاندې كړې شي نو هغه بدي خپره شي، داسې په غربي نړۍ كښې بدې خپره شوے او خانداني نظام د تباهې په پلو لاړو. ده ووئيل چې مونږ ته د علامه اقبال پشان د جنينئس مائند د تعليماتو په پلو تلل وي، مونږ دوه لارې لرو د ښه او بدو لار، ګلېمر زمونږ لپاره مرغوب وي خو چې ورسپې تګ وشي نو هغه تباهي وي. وزيراعظم ووئيل چې زما د ژوند تجربه ده او هغه د نورو نه مختلف ده، چې څنګه ما ژوند تېر كړے، شايد كه بل چا داسې موقع ترلاسه كړې وي. ده ووئيل چې كركټ ئې شروع كړو، د 18 كلونو په عمر كښې انګلستان ته لاړو، لوسته ئې وكړه، پوهنتون ته لاړو، په ګرمې كښې به ئې هلته د كركټ لوبه كوله او ژمې به ئې په پاكستان كښې تېرولو. دې سره ماته د دوه بېلا بېلو كلتورونو كتلو موقع په لاس راغله. وزيراعظم ووئيل چې په پاكستان كښې لوي شو او په انګلستان كښې ئې لوبه وكړه، غربي كتلور ئې د نزدې نه كتلې، د پوهنتون د زده كړې نه په ما كښې دننه بدلون راغلو، په شروع كښې كوم كتاب يا انسان نه يم متاثر كړے، چې دوه كلتورونه مې كتل او جاج مې اخستو نو د دې نه مې زده كړه وكړه او دې سره بدلون راغلو. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د پاكستان د نورو سيمه په مقابله كښې بلوچستان، فاټا او ګلګت بلتستان وروستو پاتې شوي دي. ده ووئيل چې مونږ د بلوچستان په تاريخ كښې تر ټولو زياته پېسه خرڅ كوو، سوئيلي بلوچستان تربت وغېره ته مو لوي پېكج وركړے. د كراچې په پېكج د سندھ حكومت سره په ګډه كار كوو، هلته د ځائي حكومتونو نظام ډېر مهم دے. ده ووئيل چې بايد په ښارونو كښې خپل حكومتونه وي. وزيراعظم ووئيل چې زمونږ دوه بنيادي مسئلې دي، مونږ دومره پېسه نه راغونډوو چې ورسره زمونږ خرڅ پوره شي، زمونږ په آمدن او خرڅ كښې خساره وي او مونږ قرض اخلو تر څو چې مونږ خلقو ته ونه وايو چې ټېكس وركړئ نو دا به خساره وي. وزيراعظم ووئل چې په لنډه موده كښې تجاري خساره ختمه كړې، سرپلس ته راغلي يو. وزيراعظم ووئيل چې خصور نبي كريم ﴿ص﴾ زمونږ رول ماډل دے، مونږ ته تر ټولو وړاندې خپل ځوان كول ته ښودل دي چې د دوي رول ماډل څوك دے، ځكه مونږ د اتم نه تر لسم د سيرت نبي ﴿ص﴾ مضمون شامل كړے چې پكښې د نبي پاك﴿ص﴾ د ژوند مكمل احاطه شوې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې دوهم مونږ يو پي اېچ ډي پروګرام وړاندې كوو او دا د سرګودها پوهنتون څخه پېل كوو. د دې نه علاوه راتلونكې كال به القادر پوهنتون جوړ شي چرته به چې د اسلام په تاريخ ريسرچ او د صوفي ازم تعليم وركولې شي ځكه چې په نيمه وچه كښې د صوفي شخصياتو په توسط اسلام خپور شوے.