د تركيې ځواكونو لخوا د ترهګرو په ضد عملياتو كښې 17 ترهګر وژل شوي دي

استنبول 05 دسمبر (اے پي پي) د تركيې ځواكونو لخوا د ترهګرو په ضد عملياتو كښې 17 ترهګر وژل شوي دي. د تركيې ځائي مېډيا له مخې د تركيې د دفاع وزارت په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې تېره ورځ ترهګرو په يو بريد كښې يو عسكر وژلې و ا و د دې نه پس وسله والو ځواكونو عمليات كولو سره سيمه د ترهګرو څخه خالي كړه، د عملياتو په مهال په نښته كښې 17 ترهګر وژل شوي دي.