د آسټريليا او هند ترمينځه درېم او وروستے يو ورځنے نړيوال كركټ مېچ نن كېږي۔ آسټريال ته د درېو مېچونو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده

کېنبرا۔1 دسمبر(اے پی پی) د آسټريليا او هند ترمينځه د درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز درېم او وروستې كركټ مېچ نن د شورؤ په ورځ د آسټريليا پلازمينه كېنبرا ٬مانوكا كښې كېږي۔ آسټرېليا ته د درېو مېچونو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ آسټرېلیا په اولني مېچ كښې هند ته 66 او دويم كښې په 51 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ د هند كركټ لوبډله به د آسټرېليا دورې په مهال د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز نه وروستو د درې ټي ټونټي او څلور ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ كوربه لوبه ډله به د آرون فنچ او هندي لوبډله به د ويرات كوهلي په مشرۍ كښې مېدان ته راوځي۔ د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنې مېچ به په 4 دسمبر کېنبرا دويم په 6 دسمبر سډنی او درېم او ورستې مېچ به هم په 8 دسمبر سډنی كښې كولے شي۔ دې نه وروستو د څلورو ټېسټ مېچونو سيريز اولنې مېچ به 17 نه تر 21 دسمبر اېډیلیډ دويم 26 نه تر 30 دسمبر مېلبورن ٬ درېم 7 جنورۍ نه تر 11جنورۍ 2021 سټډني او څلورم او وروستې ټېسټ مېچ به 15 جنورۍ نه تر 19جنوری برسبېن كښې كېږي۔