11 زره پاؤنډ سامان كښې این ۔ 95 ماسك ، حفاظتی جامې ، دستانې، ټیسټنګ کټس، داروګان شامل دي، د پاك فضائیه وياند

APP20-06 QUETTA: April 06 - A PAF C-130 aircraft carrying medical equipment for the people of Baluchistan lands at PAF Base Samungli. APP

اسلام آباد 06 اپریل (اے پی پی) د پاك فضائیه سی 130 الوتكې د بلوچستان اولس لپاره طبی او د مرستې سامان وړولو سره پی اے اېف بيس سمنګلی (کوئټې) ته رسيدلې ده۔ د پاك فضائیه وياند د اړخه جاری شوې پریس ریلیز له مخې 6 لمبر سکواډرن سی ۔ 130 الوتكه د ګل په ورځ د مرستې مشن لپاره پی اے ایف بیس نور خان څخه روانه شوه۔ الوتكه كښې 11000 پاؤنډ طبی سامان کوئټې ته رسولې شوي چې بكښې این ۔ 95 ماسك، حفاظتی جامې ، دستانې، ټيسټنګ کټس او داروګان شامل دي۔ پاك فضائیه د کووډ ۔ 19 په ضد جنګ كښې د مرستې پھههلو ځلو كښې برخه اخلي