د نېشنل انډر 19 تھري ډے كركټ ټورنامنټ فائنل د سندھ او ناردرن لوبډلو ترمينځه نن پېنډۍ كښې كېږي

پېنډۍ ۔ 27 نومبر(اے پی پی) د نېشنل انډر 19 تھري ډے كركټ ټورنامنټ فائنل د سندھ او ناردرن لوبډلو ترمينځه نن د خالي په ورځ آر اېل سټېډيم پېنډۍ كښې كېږي۔ د سندھ لوبډله به د ټائټل دفاع كوي۔ د تېر سيزن په فائنل كښې هم د دواړو لوبډولو ترمينځه مبارزه شوې وه كومه كښې چې سندھ 7 وكټونو سره كاميابي ترلاسه كولو سره ټائټل په خپل نوم كړے ؤ۔ د سندھ انډر 19 لوبډلې كپتان صائم ايوب وېنا ده زمونږ لوبډله فائنل كولو له چمتو ده۔ مونږ به د ټائټل دفاع كولو بشپړه هڅه كوؤ۔ د ناردرن كپتان رضا المصطفی خپل بيان كښې وئيلي دي زمونږ لوبډلې ټورنامنټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې ۔ د بريا ترلاسه كولو دا لړۍ روانه ساتلو سره به مونږ فائنل كښې هم كاميابي ترلاسه كوؤ