ملګري ملتونه 22 نومبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو په مشرې كښې د كورونا واكسين جوړولو لپاره نړيوالې ټولنې ته د مرستې خواست كوو. ده په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې يو خبري كانفرنس ته وېنا وكړه. دا خبري كانفرنس د جي 20 هېوادونو د مشرانو د غونډې نه وړاندے وكړے شو. ده ووئيل چې د كووډ 19 واكيسن په اړه اوسنې پرمختګ د اميد وړانګه ده خو بايد دا وړانكه هر چا ته ورسي. ده د روغتيا نړيوالې ادارې او د نورو ډلو په مشرې كښې د يو نړيوال سكيم ذكر وكړو د كوم مقصد چې د كورونا وائرس تر واكسين مساوي رسنه باوري كول دي. ده په ټولو هېوادونو ټينګار وكړو چې هغه دې د دې سكيم ملاتړ وكړي، په څرګنده د هغه اشاره امريكې او روسيې ته وه كومو چې لا تراوسه په دې سكيم كښې ګډون نه دے كړے. ده ووئيل چې بايد د كورونا واكسين ټولو لپاره موجود وي.