پي او اېف اوپن کراټے چيمپئين شپ به د اكتوبر په 17مه نيټه كېږي

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي)د اسلام آباد کراټے اېسوسي اېشن تر سېوري لاندېد پي او اېف واہ په مرسته به پي او اېف اوپن کراټے چيمپئين شپ د اكتوبر په 17مه نيټه كېږي۔ د اسلام آباد کراټے اېسوسي اېشن چارواكو له مخې په دې لړ كښې تيارۍ بام ته رسېدلي۔ په جام كښې به د ناريناٶ شپږ او د مېرمنو د 5 كېټګريز مقابلې كېږي۔ د سړو په مقابلو كښې د 50 کلوګرام، 55 کلوګرام، 60 کلوګرام، 67 کلوګرام، پلس 68 کلوګرام او د انفرادي کاتا او د مېرمنو په مقابلو كښې به د 47 کلوګرام، 54 کلوګرام، 61 کلوګرام، پلس 62 کلوګرام او انفرادي کاتا مقابلې شاملې دي او په پائې كښې به كامياب لوبغاړو له انعامونه وركولې شي۔(GUL/ZIA/1645)