په نائیجېریا کښې بس بې قابو کېدو سره نورو څلور ګاډو سره ټکر شو، 13 کسان مړه

ابوجا 28 اکتوبر (اے پي پي) په نائیجېریا کښې بس بې قابو کېدو سره نورو څلور ګاډو سره ټکر شوے او په نتیجه کښې ئې 13 کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. د خبر له مخې د نائجېريا يو چارواکي حافظ محمد ووئيل چې دا پېښه د کادونا او کانو په اېکسپرېس وے هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې يو بس بې قابو کېدو سره نورو څلور ګاډو سره ټکر شو. ده ووئيل چې په دې پېښه کښې 13 کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي کوم چې درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي