په جمو و کشمیر د هند غېر قانوني قبضې په ضد فرېنكفرټ كښې احتجاجي لاريون

فرانکفورت ، جرمني – اکتوبر 25 (APP) اروپایی ائتلاف – پاکستان فرېنډشپ فېډرېشن په جموں وكشمير د هند غېر قانوني قبضې په ضد د المان فرېنكفرټ ښار كښې د هندي سفارتخانې په وړاندې احتجاجي لاریون وکړو۔ د کشمير میډیا سروس له مخې د کشمیري ټولنې یو شمیر خلکو په لاریون کښې برخه واخسته۔ په دې موقعه د اي يو پاكستان فرېنډشپ فېډر جرمني صدر انصر محمود بټ او نورو مقررينو خپل خطاب كښې له نړيوالې ورورولۍ كشميري اولس ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركولو غوښتنه وكړه۔ دوئي ووئيل چې د مودي انتها خوښي او فسطائي حكومت د تېر كال اګست مياشت كښې دفعه 370 او 35-A منسوخ كولو سره د غېر قانوني ګام پورته كولو نه وروسته مقبوضه سيمه محاصره كړې ده۔ دوئي لوظ وكړو چې په ټوله اروپا کې به هندي ظلمونه افشا كولې شي