پاکستان منطقه كښې امن او استحكام غواړي او د ابهي نندن خوشې كول د دې عزم عكاسي وه۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند د هندي فضائي پائيلوټ ابھينندن خوشې كولو كښې هر ډول فشار رد كولو سره ووئيل پاكستان د امن او خېرسګالۍ جذبې له مخې ابهي نندن خوشې كړې ٶ٬ پاکستان منطقه كښې امن او استحكام غواړي او د ابهي نندن خوشې كول د دې عزم عكاسي وه ۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند د هندي پائيلوټ ابهي نندن خوشې كولو كښې هر ډول فشار خارج ازمكان ګرځولو سره واضحه كړې ده چې ابهي نندن د امن جذبې له مخئ خوشې كړې شوې و، د كومې چې ګردې نړۍ ستائنه كړې ۔ وياند ووئيل پاکستان منطقه كښې امن او استحكام غواړي خو ده ووئيل چې پاکستان د هر هېواد لخوا د هر ډول يرغل موثره ځواب وركولو لپاره هر وخت په بشپړه توګه تيار دے۔ ده ووئيل د هندي الوتكو رانسكولو په اړه د پاكستان ردعمل٬ د هېواد په ضد د هر ډول بهرني خطر په ضد د هېواد د وسله والو ځواكونو د تيارۍ د كچې مظهر دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په مقبوضه جمو او کشمير كښې د ډوميسائل او زمكې ترلاسه كولو نوې قوانين معامله د ملګرو ملتونو قراردادونه د روح منافي دي۔ ده ووئيل هند د مقبوضه جمو و کشمير حېثيت نشي بدلولې۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل هند د پاكستان دننه د ترهګترۍ په كاروائيو كښې ككړ او د دوي جاسوس يو شمېر ځله نيولي شوې دي۔ ده ووئيل پېښور كښې په مدرسه د بمي بريد پېښه كښې د هند ككړ كېدل خارج ازامكان نه دي۔ هند كښې د جاسوس کلبھوشن يادو دك ېسو پحقله د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاکستان درېم ځل قونصلر رسنې لپاره وړاندېز كړې ٶ خو د هند لخوا كوم مثبت درعمل نه دې رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل د هند وكيل ته اجازه وركولول پاره به پاكستان خپل عدالتي قوانينو كښې بدلون نه كوي۔ د اسلامو فوبيا په اړه ده ووئيل پاكستان د ځينې پرمخ تللې هېوادونو د ځېنې غېر ذمه واره عناصرو لخوا د توهين آمير خاكو او د قرآن پاك د بې حرمتۍ د منظمو كاروائيو په سختو ټكو غندنه كوي۔ وياند ووئيل پاکستان دمذهب يا عقيدے په بنياد د عدم رواداري ، امتيازي سلوك او د تشدد مخنيوي لپاره د نړيوالو هلو ځلو عمرله ملاتړ كوي