وزیراعلیٰ محمود خان سره وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وليدل

پېښور 19اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ محمود خان سره د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د هغه په دفتر كښې ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د اولس خبرتيا لپاره د خېبرپښتونخوا حکومت پرمختيائي كارونو او اصلاحاتی اقدامات د میډیا د لارې رامخې ته كولو په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او دې مقصد لپاره د اطلاعاتو د وفاقی او صوبائی محکمو ترمينځه ښه او كوټلې کوآرډنیشن ته سلا شول۔ وفاقی وزیر شبلی فراز ووئيل خېبرپښتونخوا كښې چې په اولسي ګټو څومره كار كيږي دومره كومه بله صوبه كښې نه كيږي د كومو چې په صوبائی او قومی كچه په ښه ډول رامخې ته كولو ته اړټيا ده دې لپاره د اطلاعات وزارت به صوبائی حکومت سره هر ډول مرسته كوي۔ په دې موقع د اشتهارات په لړ كښې میډیا هاؤسز له بقایا جات وركولو په اړه په چارو هم بحث وشو او د دغې بقایاجا ت وركولو عمل تندولو په حاجت زور راوړې شو۔ وزیراعلیٰ ووئيل صوبائی حکومت د صحافت په آزادۍ باور لري او د میډیا د اړخه د تعمیری تنقید هركلې كوي