نېشنل ټي 20 كپ كښې نن دوه مېچونه كېږي

پېنډۍ ۔ 13اکتوبر(اے پی پی) پنډی کرکټ سټېډیم كښې روان نېشنل ټي 20 كپ كښې نن د شورؤ په ورځ دوه نور مېچونه كېږي۔ د مېګا اېونټ 25 م مېچ كښې به د دفاعي چېمپئن ناردرن او سندھ لوبډلو ترمينځه مقابله وي۔ ناردرن لوبډله 7 كښې 6 مېچونه ګټلو نه وروستو 12 پوائنټس سره تر ټولو وړاندې ده او سيمي فائنل كښې ئې ځان له ځائې جوړ كړے۔ مېچ به ماسپخين درې بجې پېل كېږي۔ د ناردرن لوبډلې مشري به عماد وسيم او د سندھ لوبډلې مشري به سرفراز احمد كوي۔ هم په دې ورځ به دويم مېچ د خېبر پختونخوا او سېنټرل پنجاب لوبډلو ترمينځه د شپې 7 نيمې بجې كېږي۔ د خېبر پختونخوا لوبډله به د محمد رضوان او د سېنټرل پنجاب لوبډله به د بابر اعظم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ ټورنامنټ كښې به سبا د زيارت په ورځ اولنې مېچ د ناردرن او خېبر پختونخوا او دويم مېچ د بلوچستان او سدرن پنجاب لوبډلو ترمينځه كولې شي۔ د ټورنامنټ سيمې فائنل مقابلې به د روانې مياشتې په 17 مه او فائنل په 18 مه نېټې كولې شي