نېشنل انډر 19 درې ورځنې ټورنامنټ 5 نومبر نه پېل كېږي

اسلام آباد۔ 20 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ ترسېوري لاندې نېشنل انډر 19 درې ورځنې ټورنامنټ 5 نومبر نه پېل كېږي۔ ټورنامنټ كښې به روزانه درې مېچونه لاهور ٬ مريدكے او شېخوپوره كښې كولې شي۔ ټورنامنټ كښې به 6 لوبډلې ټائټل ترلاسه كولو له يو بل سره مبارزه كوي۔ دې لوبډلو كښې د سندھ، بلوچستان، سنټرل پنجاب، سدرن پنجاب، خېبر پختونخوا او د ناردرن لوبډلې شامل دي۔ د ټورنامنټ فائنل به د نومبر په 26 مه نېټه كېږي