نواز شريف سزا شوے مجرم دے، زما په خيال حكومت به د جنورې تر 15مه نېټې د هغه هېواد ته په راوستلو كښې كامياب شي. د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير

اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي نواز شريف سزا شوے مجرم دے، هيله ده چې د برتانيې حكومت به په دې لړ كښې زر پرېكړه وكړي، زما په خيال حكومت به د جنورې تر 15مه نېټې بېرته هغه هېواد ته په راوستلو كښې كامياب شي. د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل په دې وخت كښې په ټوله نړۍ كښې د كرپشن او مني لانډرنګ په ضد بيانيه روانه ده ، د برتانيې په حكومت كښې هم دا بيانيه روانه ده ، په يقيني توګه د دې ګټه به پاكستان ته رسي. ده ووئيل د برتانيې حكومت هم دا مني چې كوم خلق د غريبو هېوادونو څخه د بدعنوانې او مني لانډرنګ د لارې پېسې برتانيې ته راوړي، دلته سياسي پناه وركولې شي يا سياسي چارې پېل كوي، دې سره په نړۍ كښې د برتانيې تشخص ځپلے كېږي، دوي په دې لړ كښې د سخت پوزيشن اخستلو خبره كړې. ده ووئيل د برتانېي حكومت لخوا د ډاډ وړ خبرونه راځي، د نواز شريف كېس د نورو خلقو نه مختلف دے، هغه سزا شوے مجرم دے، هيله ده چې د برتانيې حكومت به په دې لړ كښې زر پرېكړه وكړي۔ده ووئېل زما په خيال حكومت به د جنورې تر 15مه نېټې بېرته د هغه هېواد ته په راوستلو كښې كامياب شي.