لومړۍ مېرمن ثمينه عارف علوي په سوات كښې د برېسټ كېنسر پحقله شعور بېدارولو په اړه سېمينار ته وېنا

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) خاتون اول ثمينه عارف علوي وئيلي دي چې برېسټ كېنسر يو داسې رنځ دې د كومې چې په وخت تشخيص نه كېدو سره د وجود په نورو برخو كښې خپور شي او يو خاموش قاتل غونډې رنځو مړ كړي، دا كېنسر په مېرمنو كښې وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په سوات كښې د برېسټ كېنسر په اړه شعور بېدارولو لپاره سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د وېمن ميډيكل كالج اېبټ آباد پرنسپل ډاكټر سلميٰ جدون، پروفېسر ډاکټر اسرار او د ووېمن ميډيکل اېنډ ډينټل کالج اېبټ آباد پرنسپل پروفېسر ډاکټر سلميٰ اسلم کنډي هم موجود وه