قامي ټي 20 کپ كښې (نن) دوه نور مېچونه كېږي

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ ترسېوري لاندې د روان قامي ټي 20 كپ (فسټ کلاس) (نن) كښې د زيارت په ورځ دوه مېچونه د پېنډۍ په لوبغالي كښې كېږي۔ په وړومبي مېچ كښې به د بلوچستان او ناردرن لوبډلو او په دوېم مېچ كښې به د سدرن پنجاب او سندھ لوبډلو ترمينځھ مقابله وي۔ په ايونټ كښې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پكښې ناردرن، خېبر پختونخوا، سنټرل پنجاب، سدرن پنجاب، بلوچستان او سندھ شامل دي۔ د ټورنامنټ سيمي فائنل به په 17م او فائنل په 18م اكتوبر د پېنډۍ په لوبغالي كښې كېږي