سپين كښی د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 11 لكه 10 زره نه زياته شوه

مېډرډ ۔25 اکتوبر(اے پی پی) سپېن كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 11 لكه 10 زره نه زياته شوې ده۔ د هسپانوي خبري اژانس له مخې ګرد هېواد كښې تر دې دمه د دې وبا د لاسه د مړو شويو شمېره 34 زره 7سوه 52 شوې ده چې ورسره سپېن كښې د كورونا وبا صورتحال يو وارې بيا اندېښمن شوے دے۔ بلخوا هسپانوي وزيراعظم پېډرو سانچیز اولس ته غږ كړے چې د كورونا وائرس د لاسه راتلونكې مياشتې سختې دي او د صورتحال قابو نه د بهر كېدو د لاسه به د شپې كرفيو لګولې شي۔ هغه اولس ته اپيل وكړو چې هغوي دې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له په حكومي احتياطي تدبيرونو سختۍ سره عمل وكړي