د پی ډی اېم قیادت په قومي ادارو بريد،د مزار قائد بې حرمتی او آزاد بلوچستان غږ د آئین خلاف ورزی ده، كه بخښنه ئې ونه غوښتله نو قانون به خپله لاره جوړوي، وفاقی وزیر شبلی فراز

APP18-29 ISLAMABAD: October 29 - Federal Minister for Information and Broadcasting, Senator Shibli Faraz addressing press conference. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وئيلي دي چې (ن) لیګ پخواني سپیکر ایاز صادق د ابھی نندن په اړه بیان ، پی ډی اېم ګوجرانوله جلسه كښې عدالتی مفرور مجرم تقریر ، کراچۍ كښې د مزار قائد بې حرمتی او بلوچستان كښې د آزاد بلوچستان غږ د آئین آرٹیکل 19 خلاف ورزی ده ، كه ایاز صادق او د پی ډی اېم قیادت په پارلمان كښې ودريدلو سره د دې بخښنه ونه غوښتله نو قانون به خپله لاره جوړوي، ایاز صادق په بيان هند كښې مټھائیان وېشلې شوي، (ن) لیګ ثابته كړې چې د خپلو ذاتي ګټو لپاره تر آخري حد ځي، نن به مونږ ته ترسره كول وي چې د پاکستان سیاست د ذات په ځائې د هېواد د ګټو لپاره وكړو،مرېم نواز ، بلاول بھټو او مولانا فضل الرحمان پشمول كوم هم لیډر چې د آزاد بلوچستان په غږ ندامت نه دې كړې نه ئې غندنه كړې،دې څخه ثابت شوې چې د پی ډی اېم بیانیه د دښمن بيانيې ته وده وركوي، دغه ټول کرپشن كښې ككړ او عدالت ته مطلوب مجرمان دي ،كوم چې د دښمن بیانیې ته وده وركوي، پی ډی اېم پلیټ فارم څخه د ډرامو مقصد په ادارو فشار اچولو سره مقدمې بيرته اخستل دي او سېنېټ ټاكنو ته زيان رسول دي، وزیراعظم عمران خان به په هيڅ صورت دوي له محفوظ لاره ورنه كړي او نه به اين آر آو وركړي۔ ده د زيارت په ورځ پی آئی ډی كښې خبرې کنفرنس ته وينا كوله۔ وفاقی وزیرسینیټر شبلی فراز ووئيل د پی ډی اېم پلیټ فارم څخه د ادارو په ضد خبرې كولو مزل د ګوجرانواله څخه پيل شوې چې پكښې عدالت ته مطلوب مفرور مجرم خپل تقریر كښې قومي ادارې په نښه كړې دې نه پس پی ډی اېم کراچۍ كښې د مزار قائد بې حرمتی کړې او بيا ئې په بلوجستان كښې جلسې كولو سره د خپل پلیټ فارم څخه د آزاد بلوچستان غږ پورته كړې۔ ده ووئيل پی ډی اېم قیادت د اړخه د دې غږ غندنه يا ترديد نه دې شوې،ټول قام ته معلومه ده چې زمونږ دښمن په بلوچستان كښې څه كوي، بلوچستان كښې شوې ترهه ګري او د کلبھوشن موجودګي زمونږ د دښمن هېواد موجودګی ثابتوي۔ ده ووئيل كله چې هېواد كښې د کورونا وائرس وبا باوجود معیشت او هېواد دواړه چليدل نو اپوزیشن دغه هم هم نه شو زغملې،اپوزیشن په ادارو بريدونو كولو سازشونو كښې بوښت دې، (ن) لیګ پخوانې سپیکر ایاز صادق د دښمن خوشحالولو لپاره داسې بیان وركړې چې د هند ميډيا او ټول هند كښې خوشحالۍ كيږي۔ ده ووئيل هند الوتكې رانسكورول او ابھی نندن نيولو ورځ پاکستان لپاره مهمه ورځ ده ، په دې ورځ هند ایکسپوز شوې، وزیراعظم عمران خان په دې موقع ابھی نندن بيرته ليږلې نو ټولې نړۍ دغه پريكړه ستائلې،په نړيواله كچه د پاکستان امیج ښه شوې۔ ده ووئيل (ن) لیګ دومره لويه كاميابي په شکست كښې د بدلولو ناكامه هڅه كولو سره ثابت کړې چې ةهغوي د دښمن په بیانیه او ايجنډا روان دي۔ده په دې موقع آئی اېس پی آر موقف هم وړاندې كړو كوم كښې چې وئيلي شوې چې د ذمه وار ریاست سنجیدہ ردعمل د داسې څيز سره تړل د افسوس وړ او ګمراہ کن دې۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل کرپشن كښې ككړ اپوزیشن ذاتی ګټو لپاره د ټول هېواد نظام ته زيان رسول غواړي،حکومت او ادارو فشار اچولو سره يسانۍ ترلاسه كول غواړي۔ ده ووئيل نوازشریف دې هېواد ته راتللو سره غلا شوې دولت قومی خزانې كښې جمع کړي،مریم نواز سیکیورټی په اړه به تحفظات لري كولې شي، نواز شریف له به كوټلې امنيت وركولې شي ځكه چې هغه څخه به غلا شوې دولت برآمد کولې شي۔ده ووئيل تاریخ ګواہ دې چې نن څخه وړاندې د کلبھوشن نامه د (ن) ليګ قیادت په ژبه نه ده راغلې، نن د هغوي د ژبې څخه په وړامېي ځل دغه نامه اخستلې كيږي۔ ده ووئيل دا مهال د پاکستان قیادت د يو داسې تن سره دې كوم چې نه يواځې دیانتدار دې بلكه د هېواد او اولس سره مخلص او دلیر دې۔