د وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا د نړيوالې لوبغاړې ماهم آفتاب په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی)د بېن الصوبائي همغږۍ وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا د تائيكوانډو نړيوالې لوبغاړې ماهم آفتاب په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ هغې دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د غمرازۍ خپل پېغام وفاقي وزيرې ووئيل چې ارواښادې په نړيواله كچه د خپل هېواد نامه روښانه كړې ده او ددې خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔