د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اسلام آباد كښې د روغتيا اسانيو په اړه غونډه، وزيراعظم د روغتيا اسانۍ ښه كولو لپاره د هلو ځلو زياتولو سپارښتنه وكړه

اسلام آباد 21 اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په اسلام آباد او خوا و شا سيمو كښې د اولس د روغتيا ستونزې حل كولو لپاره د هڅو ستائنه كولو سره وئيلي دي د روغتيا معياري اسانۍ وركول د اوسني حكومت د ترجيحاتو برخه ده، هڅې كوو چې د قومي هېلتھ كارډ دائره كار پراخا كړې شي چې دغسې زيات اولس د دې څخه استفاده وكړي. ده دا خبرې د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د روغتيا اسانيو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وزيراعظم ته د روغتيا معياري اسانۍ باوري كولو په اړه د اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو. په غونډه كښې د پرائمري هېلتھ كيئر د لارې اولس ته د روغتيا بنيادي او معيارې اسانۍ وركولو لپاره تفصيلي خبرې وشوې. د وزيراعظم مېډيا دفتر له مخې په غونډه كښې د هېلتھ انشورنس پروګرام د دائره كار په پراخه كولو خبرې وشوې. وزيراعظم ته د رنځورانو اسانۍ لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجې د استعمال په اړه روډ مېف هم وړاندے كړے شو. وزيراعظم عمران خان په اسلام آباد او خوا و شا سيمو كښې د اولس د روغتيا ستونزې حل كولو لپاره د هڅو ستائنه كولو سره وئيلي دي د روغتيا معياري اسانۍ وركول د اوسني حكومت د ترجيحاتو برخه ده، هڅې كوو چې د قومي هېلتھ كارډ دائره كار پراخه كړے شي چې دغسې زيات اولس د دې څخه استفاده وكړي.