د سېنټر شبلي فراز د سي پي اېن اي او اے پي اېن اېس شريكې غونډې ته وېنا

APP01-19 PESHAWAR: October 19 - Federal Minister for Information and Broadcasting Syed Shibli Faraz addressing a press conference at PPC. APP photo by Shaheryar Anjum

پېښور 19 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنټر شبلي فراز وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ميډيا په بشپړه آزادۍ باور لري٬ د ورځپاڼو په اشتهاراتو او د ميديا ادارو د بقاياجاتو وركولو په اړه په سپېځلې او په انصاف آډانه كوټلې مېكنزم كار كوٶ چې پكښې د ټولو شراكتدارو مرسته پكار ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پېښور كښې په ځائي هوټل كښې د سي پي اېن اي او اے پي اېن اېس شريكې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ شبلي فراز ووئيل زما د پلار احمد فراز (ارواښاد) غټه وسله قلم ٶ او صحافت سره تړون لرونكي كسان هم د قلم لويه وسله لري دې لپاره زه په څه نه څه طريقه دې كورنۍ سره تعلق لرم۔ ده ووئيل د 60 او 70 په لسيزه كښې محدود ورځپاڼې او يو ټي وي چېنل ٶ٬ وزير سره به د ملاقاتونو لپاره د وخت مسئله نه وه خو نن سبا لا محدود ورځپاڼې او ټي وي چېنلز دي چې پكښې د اطلاعاتو وزير 24 ساعته وظيفه ترسره كوي خو د مصروفياتو باوجود د ورځپانو د مالكانو د مسئلو نه خبر يم۔ ده ووئيل دا خبره مسلمه ده چې حكومت د ميډيا د لارې د خپلو پاليسو نه اولس خبر ساتي خو يوه داسې طريقه كار جوړول پكار ده چې د اولس وزير او سركاري ادارو سره د تړون لرونكو كسانو او د ميديا د ادارو ترمېنځه ښې اړيكې وي۔ ده ووئيل پرنټ او الېكټرانك ميديا ته چې كله اشتهارات نه ترلاسه كېږي نو داسې ماحول جوړول پكار نه دي چې پكښې يوازې په حكومت تنقيد وي او چې كله اشتهارات ترلاسه شي نو ورځپاڼې بيا ستائنه كوي٬ حکومت دا خواهش لري چې داسې مېكنزم جوړ كړي چې پكښې د ميډيا د ادارو مالي حالت مستحكم او د دوي آزادي په ځائ وي۔ ده ووئيل حکومت د كال 2018 نه تر اوسه د اشتهاراتو په مد كښې د بقاياجاتو اندازه لګولو سره ادائيګۍ كړې خو د بده مرغه ميډيا وركرز ته نتخاګانې نه دي وركړې شوې٬ وزيراعظم يا د اطلاعاتو وزير د دې ذمه وار ګرځول ناسم دي دا مهال هېواد په معاشي لحاظ سره چېلنجز سره مخ دې داسې هېچرې نه شو كولې چې اشتهارات وركړو او په قامي خزانه بوجه زيات شي په تېرو دورونو كښې د حكومت د اشتهارات هېڅ حساب كتاب نه ٶ خو مونږ راتللو سره په ميديا انډسترۍ كښې سپېځلتيا راوسته۔ ده ووئيل د ميديا مالكانو ته خواست كوٶ چې خپلو وركرانو له په وخت نتخا وركول باوري كړي۔ شبلي فراز ووئيل حکومت د ميديا يوه اداره بنده كړې نه ده او نه ئې يو چېنل يا ورځپاڼې ته خپل كورېج لپاره فون كړې دے٬ د خبريالې ورورولۍ تحفظ او د دوي خېرښګړې په اړه بل وړاندې كوٶ په دې لړ كښې چې څوك مثبت وړانديزونه لري حكومت سره دې شريك كړي٬ خېبرپښتونخوا كښې به د ورځپاڼو مالكانو لپاره بشپړه غږ پورته كوم٬د اشتهارات په مد كښې د بقاياجاتو وركولو لپاره به صوبائي حكومت ته د اقدامات امر كولې شي۔ ده ووئيل په دې چا له اعتراض نه دې پكار چې د كومې ورځپاڼې سركولېشن زيات وي ھغې ته زيات اشتهارات ترلاسه كېږي په دې معامله دې مالكان هم مرسته وكړي٬ مونږ د ميډيا انډسټرۍ معيار هسك كول غواړو٬ صحافت لپاره دې اصول او پيراميټر جوړ كړې شي چې ورسره به نه يوازې د ميديا لېول زياتېږي بلكې حق دار خبريال ته به د ھعه حق هم ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل مونږ به په سيمه ايزو ورځپاڼو خاص پام كوو كومو ته چې به د قامي ورځپاڼو برابر سهوليتونه وركولې شي٬ د سيمه ايزو ورځپانو د ډيکلرېشن عمل زيات آسان دې دے لپاره هم بنيادي اصول پكار دي۔ د دې نه وړاندې د اے پي اېن اېس خېبرپښتونخوا چيئرمېن سيدهارون شاه سپاسنامه وړاندې كولو سره د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز د ورځپاڼو مالكانو ته د پېښو مسئلو نه خبر كړو۔